بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د مرګ ژوبلې ۳۱ سلنه جوړوي؛ تېرو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ کسان د هدفي وژنو قرباني شوي

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۹۴۵ کسان یوازې په هدفي وژنو وژل شوي چې دا د روان تاوتریخوالي ۳۱  سلنه جوړوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا، چې په یادو هدفي بریدونو کې یوازې هغو ولسي افغانانو ته زیان اوښتی چې په هېڅ ډول جګړه کې یې لاس نه درلود، کمېسیون زیاتوي چې ددې بریدونو ټول قربانیان تر ډېره ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د دولت د ولسي بنسټونو کارکوونکي دي.

کمېسیون په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او یو ځل بیا یې په دواړو خواو  غږ کړی چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي او د ولسي خلکو ژوند ته دې پام وګړي.