عبدالله عبدالله: د سولې خبرو دوهم پړاو دې په هېواد دننه ترسره شي

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله چې نن یې په کابل کې د سولې ملي سکرتریت په پرانېسته غونډه کې ویلې، چې د سولې خبرو دوهم پړاو په هېواد کې دننه ترسره شي، خو وروستۍ پرېکړه د دواړه خواوو په هوکړې پورې تړلې ده.

د سولې ملي سکرتریت د یو شمېر مدني ټولنو له خوا جوړ شوی او موخه یې د سولې په خبرو کې د افغانانو اندېښنو او نظرونو ته انعکاس ور کول دي.

عبدالله وايي د خبرو اترو د ځای ټاکل باید د سولې خبرو دردیدو پر وړاندې خنډ شي او د نوموړي په خبره چې دواړه ټیمونه به په ټاکلي وخت بېرته خپلې خبرې پېل کړي.

نوموړي یو ځل بیا په هېواد کې  د جګړې د ژر پای ته رسیدو ټینګار کړی او د سولې په برخه کې یې د سولې ملي سکرتریت له پرانیستې هرکلی کړی او د سولې په برخه کې یې د دې ډول هڅو ملاتړ کړی.