کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت: ننګرهار کې ۴۸۲ شنې خونې جوړې شوي دي

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه ۴۸۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.

د ننګرهار د کرنې رئیس انعام الله صافی وایي، چې د یادو ۴۲۸ شنوخونو له ډلې ۲۵۳ بابه یې عملاً فعالیت کوي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.

یو شمېر ننګرهاریان وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
د صافی په خبره سږ کال له یادو ۲۵۳ شنو خونو نږدې ۸۰۰ مټریک ټنه رومي بانجان راټول او بازار ته وړاندې شوي، چې د تېر کال په پرتله یې حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.