الجزيره: جګړه او کرونا؛ له ۵ مېلېونه ډېر افغانان د ملګرو ملتونو مرستو ته اړ دي 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، الجزیرې په خپله تازه راپور کې لېکلي دي چې راتلونکی کال به له ۵ مېلېونه ډېر افغانان د کرونا او جګړې له امله لومړنيو بشري مرستو ته اړتيا ولري. 

الجزيرې د ملګرو ملتونو سازمان د مسوولين له ادرسه لېکلي دي چې ياد سازمان به ۲۰۲۱ز کال کې د څه د پاسه پنځه مېلېونه افغانانو لاس نيوی وکړي. دغه لاس نېوی به د جګړې له ويرې د بې ځایه شويو او کرونا ويروس څخه اغېزمن شويو سره وي.  

د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې د راتلونکي سوړ ژمي په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او ويل شوي دي چې سږنی ژمی به هم د نورو کالونو په څېر د لسګونه زره افغانانو ژوند له ستونزو او کړونو سره مخ کړي. 

په انساني چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستيال منشي رمیش راجیسینګم په دې اړه افغانستان ته سفر کړی او افغانستان سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ راپور یې وړاندې کړی دی. 

روانه جګړه او د سولې خبرې چې د افغانانو په برخليک پوري تړلې مسايل دي، چې  د ملګرو ملتونو سازمان د استازي اندېښنې یې راپورته کړي‌دي.