ولسي جرګه: رد شوي وزیران باید د وزارت پر ځای کورونو ته ولېږل شي ځکه چارې یې غېر قانوني دي

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د ولسي جرګې غړو د نن غونډې په امتیازي ساعت کې له ولسمشر غني غوښتې چې ژر تر ژره دې د هغو وزیرانو پر ځای چې رد شوي نوي کسان ور معرفي کړي. 
 
د ولسي جرګې غړي وايي، چې رد شوې وزیران په غېر قانوني توګه خپلو دندو ته دوام ورکوي او دندې یې هېڅ راز قانوني صلاحیت نه لري، وکیلان خبرداری ورکوي که ولسمشر یادو وزارتونو ته نوي نوماندان ور معرفي نه کړل دوی به د یادو وزارتونو بودیجه لغوه کړي.

وکیلان له ولسمشر غني غواړي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په پوره مسوولیت دې د قانون ماتونې مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ولسي جرګې د افغان لخوا د ور معرفي شویو نوماند وزیرانو په ډله کې د افغانستان بانک رئیس په ګډون د کلیو پراختیا، ښځو چارو، اطلاعاتو کلتور او پوهنې وزیرانو ته د باور رایه ورنکړه.