ملګري ملتونو  او اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې

روهي ( څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوام او زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده، او د تاوتریخوالي دوام یې په قطر کې  د خبرو دوام ته خطر بللی.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتیریش وايي، چې هیله لري ترڅو د افغانانو ترمنځ د خبرو پرمهال د افغانستان جنګ ته سوله ییز حل پیدا شي او په دې برخه کې یې له ټولو اړخونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

نوموړی وايي"زه اندېښمن یم چې په لوړه کچه د تاوتریخوالي دوام حتی به د سولې بهیر په دې لومړي پړاو کې له بې باورۍ سره مخ کړي، د خلکو ژوند ژغورولو لپاره پکار ده، چې جګړه پای ته ورسول شي".

بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولېنډ کوبیا هم د تېرې دوو شنبې په ورځ په یو ټوېټ پیغام کې ویلې، و چې د په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د وقفې سره هممهاله هیله لري ترڅو د افغانانو په وژنه کې هم وقفه راشي. 
کوبیا زیاتوي چې"داسې مهال چې خبرې او جګړه دواړه روان وي دا کار د منلو نه دی او دا به د افغانانو ترمنځ د خبرو روان ترلاسه شوی فرصت له منځه یوسي".

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګنده کړې چې پرون په کابل کې او غور ولایتونو کې  په جلا جلا پېښو کې د کابل مرستیال والي  او د غور ولایت د ولایتي شورا مرستیال ووژل شول.