۷۷ سلنه پاکستانيان: عمران خان په غلطه روان دی 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، پاکستان کې د IPSOS په نوم د یوې ادارې په تازه خپارې شوې نظر پوښتنه کې ويل شوي دي چې ۲۰۲۰ کال کې ۷۷ سلنه پاکستانيان په دې باور وو دي، چې د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت په ناسم لوري روان دی. 

دغه سروې د روانې میلادي مياشتې له لومړۍ بیا تر شپږمې نيټې موده کې شوې ده چې تر زرو کسانو له ټول پاکستان په کې برخه اخېستې وه. دغه سروې کې نېږدې ۲۳ سلنه خلکو ويلي چې د پاکستان حکومت په سمه روان دی. 

۳۶ سلنه پاکستانیانو په دې سروې کې له خپلي مالي وضعيت سر ټکولی دی او پر حکومت یې نیوکې کړې دي. له نميایي ډېر بیا له شته اقتصادي وضعیت راځي دی. 

د پاکستان د حکومت د کړنو په اړه دا سروې په داسې وخت کې کيږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لا وړاندې او اوس د ديموکراسۍ يا ولسواکۍ په نوم  د پاکستان د اوسني حکومت ضد اپوزېسيون خپل غږ پورته کړی دی.