دا ځل یې ورته جدي خبرداری ورکړی؛ صالح او ۶:۳۰ بجو ۵۳مه ناسته 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د کابل امنيتي وضعيت په اړه د سهار شپږ نيمو بجو پر له پسې ۵۳مه ناسته تر سره شوه. 

د ولسمشر لومړي مرستيال دغه ناسته کې هغه کسانو ته چې پر يو موټرسايکل سپاريږي جدی خبرداری ورکړی او ورته ويلې چې پر يو موټرسايکل د دوه کسان سپارېدل
 په دې مانا دي چې ياد کسان د شکمنو په نوملړ کې ځانونه شامل کړي. 

امرالله صالح همدا ډول د يما سياوش له کورنۍ غوښتي دي چې پر ده دې باور ورکړي، رسنيزه اله ګوله دې نه جوړوي او د سهار شپږ نيمو بجو کاري ډله به ور سره اړيکه ونېسي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د نن ورځې ناسته کې د کابل او غور ولايتونو د تېرې ورځې بريدونه چې د کابل د والي او د غور د ولايتي شورا مرستيال په کې ووژل شول د طالبانو کار بللی دی. 

نوموړي د نور حضرت په نوم د يو کس يادونه کړې ده چې لسګونه نښلوني ماينونه یې ځای پر ځای کړی دی؛ د ملي امنيت له خوا نېول شوی او ژر به یې اعتراف رسنيز شي. 

دغه ناسته کې د لوړپوړيزو وداينو موضوع هم بحث شوې؛ د کابل ښاروالۍ او يو شمېر پوليسو له چارو ستانيه شوې ده.