پاکستان او افغانستان په ۲۰۲۱ز کال کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره پر ګډې همکارۍ هوکړه کړې ده

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د راپورونو له مخې پاکستان او افغانستان هغه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي پکې شته ده،اوس د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دواړو هېوادونو توافق کړی دی چې په راتلونکي کال کې به ددغه ناروغۍ د ختمولو لپاره په خپلو کې همکارۍ ډېرې کړي. 

دوی همدا راز ویلي چې په خپلو کې به معلومات سره شریکوي او په ګډې همکارۍ به د پولیو  رېښې وباسي. 

سره له دې چې په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په وروستیو کلونو کې راټيټ شوی و، خو د کرونا وبا له خپرېدو سره چې د واکسینو کمپاین ودرول شو، د ماشومانو د فلج پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې چې اندېښنې یې پیدا کړې دي.