له عمران خان او شاه محمود قريشي سره به وګوري؛ طالبان وايي چې ملا غني برادر اسلام اباد ته تللی 

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، د طالبانو وياند ډاکټر نعيم وردګ پر خپلې توېټر پاڼې لېکلي دي، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان په رسمي بلنې اسلام اباد ته تللی دی. 

نوموړي په ټوېټر لېکلي، "سياسي مرستيال او دسياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند د يو لوړ پوړي هيئت په مشرئ د ګاونډي هېواد پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته روان شو. په دې سفر کې به د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان او دبهرنيو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قريشي سره ناستې ولري."

د يادونې ده چې له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم اسلام اباد ته تللي دي.