د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د ټايلنډ هېواد 

د Thailand کلمه له دوه برخو جوړه شوې ده، چې يوه یې Thia او بله یې Land ده. د Thia کلمې لغوي مانا انسان يا بشر يا ازاد انسان ده او Land بيا انګلېسي کلمه ده چې د خاورې، هېواد يا وطن مانا ورکوي. د ټايلنډ هېواد په تېر کې د Siam په نوم يادېدو چې Siam د سنسکرېټ ژبې کلمه او د سرو زرو خاورې مانا ورکوي. موندنې ښيي چې له نن ۴۰۰۰ کاله وړاندې ټايلنډ کې انسانانو ژوند کړی او هلته وريجې کرل کېدلې. ټايلنډ سويل ختيځې اسيا په زړه کې پروت هېواد دی. لاوئس، ميانمار، کمبوديا او ويتنام د ټايلنډ ګاونډ هېوادونه دي. 

حکومت او سياست یې: 
د ټايلنډ د حکومت ډول شاهي دی. دغه هېواد د اساسي قانون په شتون بشپړ مرکزي حکومت سره شاهي نظام لري، چې په انګلېسي د حکومت دغه ډول ته (Unitary constitutional monarchy) وايي. د ټايلنډ اوسنی شاهي نظام په ۱۹۳۲ې کال کې د يوه سوله ييز انقلاب په پايله کې رامنځ ته شوی دی. ټايلنډ کې د اوسني نظام وړاندې ډېرې پوځي کودتاوې کېدلې او په نړۍ کې د کودتاوو د څلورم هېواد رېکارډ یې خپل کړی وو. د ټايلنډ هېواد پارلمان لري چې دوه خونې يانې ولسي او مشرانو جرګې لري. اجرائيه ځواک یې د پاچا په لارښوونه د لومړي وزير له خوا وړاندې وړل کيږي. ټايلنډ د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی او د سيمې په کچه سيمه ييزو سازمانونو کې فعاله برخه لري. ټايلنډ اسرائيل او فلسطين دواړه د خپلواکو دولتونو په ډول په رسميت پېژني؛ د پاکستان په شمول د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې سفارت خونې لري خو تر اوسه د افغانستان سفارت په ټايلنډ او د ټايلند سفارت په افغانستان کې نشته. 

وګړي او پراخوالی یې: 
ټايلنډ څه د پاسه ۵۰۰ زره کيلو متره مربع پراخوالی لري او د ځمکې پر بنسټ د نړۍ ۵۰م تر ټولو ستر هېواد دی. ټايلنډ په ۷۶ ولايتونو وېشل شوی دی چې د‌ يو مرکزي حکومت له خوا اداره کيږي.  د ټايلنډ د وګړو شمېر ۶۶ مېلېونه ته رسيږي چې په نړيواله درجه کې ۲۲ هېواد راځي. د ټايلند غوڅ اکثريت چې ۹۴ سلنه کيږي بوديان او ورپسې ۴ سلنه مسلمانان دي. په قومي جوړښت کې د ټای قوم اکثريت دی. بانکوک د ټايلنډ پلازمېنه ده.  

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
ټايلنډ ۳ سوه زره وسله وال پوځ لري او ۱۹م نړيوال ځای لري. ټايلنډ نوی صنعتي شوی هېواد او د اقتصادي ځواک پر اساس د نړۍ ۸۰م هېواد دی. د ټايلنډ پولي واحد baht نوميږي او دوه نيمې افغانۍ يوه ټايلنډۍ روپۍ کېږي. ټايلنډ هر کال د ۲۳۶ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بهر ته لېږي او بيا د ۲۲۶ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي له بهره خپل هېواد ته راوړي. د امريکا متحد ايالت، چين، جاپان، اروپايي ټولنه د ټايلنډ سوداګريز ملګري‌دي. 

 د ټايلنډ په اړه لس په زړه پوري خبرې:
۱- د ټايلنډ د خلکو يو ستر وياړ دا دی چې د تاريخ په اوږدو کې دغه هېواد د کوم بل هېواد مستعمره شوی نه دی.
۲-  ټايلنډ بودايي هېواد دی، هلته مذهبي مشرانو او پاچا د بشپړ درناوي وړ دي او هېڅوګ یې سپکاوی نه شي کولی. 
۳- د ټايلنډ خلکو عقيده داسې ده چې سر د انسان د وجود سپيڅلي برخه ده، هلته حتی د ماشوم سر د ميني او ناز په پار هم بايد لمس نه شي.
۴- د ټايلنډ خلک دا ډېره بده مني که چېرې یې کور يا د اوسېدو کوم بل ځای ته د بوټانو سره دننه شی. 
۵- د ټايلنډ د خلکو يو بل پوښ کلتوري رواج دا دی چې دوی سترې کورنۍ لري، له واده وروسته د پلار، مور، خويندو او وروڼو څخه د ښځې او خاوند جلا کېدل د شرم وړ عمل دی چې ډېری ټايلنډان یې نه کوي. 
۶- ټايلنډ کې د بودايي دين ۳۵ زره عبادت ځايونه دي، کله چې يو څوګ ورځي بايد ځانګړی لباس پر تن ولري، لنډو کاليو سره ورتګ د بې احترامۍ په مانا ده. 
۷- که ټايلنډ کې چا ډلۍ درکړه، نو تر هغې به یې نه ګورئ ترڅو چې ياد کس تللی نه وي. 
۸- د نړۍ مشهوره انرژي Red Bull ټايلنډۍ ده. 
۹- د نړۍ ترټولو کوچنی ژوی (bumble bat) ټايلنډ کې دی.
۱۰-د ټایلنډ بیرغ د سور، آبي او سپينو رنګونو جوړ شوی دی، چې سور رنګ د ټایلنډ د خلکو، س‍پین رنګ د دوی د دین او ابي  رنګ د دوی د شاهي ورنۍ ښوودنه کوي.