جان کېري: امريکايان بايد له چين سره د مقابلې لپاره متحد اوسي

 
د امريکې په کانګرس کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ مشر سناتور جان کېري ويلي،چې که چېرې امريکا غواړي د چين د پرمختګونو پر وړاندې مقابله وکړي بايد په خپلو کې سره متحد اوسي. ده تېره اونۍ د کانګرس پر دموکراتې غړی (ګابريل ګيفورډز) بريد ته اشاره وکړه او ويې ويل ، چې دا پېښه په امريکا کې د يوه ژور سياسي اختلاف په مانا ده چې کولی شي له چين سره د مقابلې هڅې کاواکه کړي.
دا لومړی ځل دی چې د امريکې يو مهم سياستوال د چين پرمختګ په اړه دومره ژوره اندېښنه په ډاګه کوي. کېري وويل، چې که چېرې موږ خپل مسووليتونه درک کړو او هغه د انتخاباتي غورځو پرزو قرباني نه کړو ، کېدای شي يو ويشتمه پېړۍ زموږ لپاره يوه بله مانا ولري او موږ خپله مشري وساتو.