ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په لیدنه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی په هیڅ راز راته د منلو نه دی


روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، ولسمشر غني او دیبورا لاینس په دغه کتنه کې د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا، اوربند او کرونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغان سولې پر پروسې او د تاوتریخوالي په کمښت خبرې درلودې ولسمشر غني له دیبورا لاینس سره په دې لیدنه کې د دایمې اوربند او سولې  د تامین لپاره د افغان ولس غوښتنې ته په اشارې وویل، د تاوتریخوالي زیاتوالی په هیڅ راز موږ ته د منلو نه دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان دولت په سولې پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر زموږ د خلکو د برحقه غوښتنې هراړخیز ملاتړ وکړي.

دیبورا لاینس په دې لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي ترڅو د سولې روانه پروسه مثبتې پایلې ولري.
د یادونې وړ ده چې دیبورا لاینس له دې وړاندې د افغانستان د ملي پخلاینې له شورا مشر عبدالله سره هم کتلې او د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو یې خبرې ورسره کړې دي.