لومړي ځل لپاره په کونړ کې د کریکټ T10 لیګ پیل شو

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د کونړ کرېکټ بورډ په هڅو د مرکز او ولسوالیو د اتلس لوبډلو ترمنځ د کریکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د سیالیو د پیل په مراسیمو کې چې د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار هم ګډون کړی و،دغسې لیګونه یې د کریکټ ودې او ټولنې یووالي په برخه کې مهم وبلل 

د کونړ کریکټ بورډ مسوول قیام خیام وایي، له دغو سیالیو موخه یې د ځوانو استعدادونو راسپړل او هم په ولایتي کچه د پیاوړې لوبډلې انتخاب دی، ترڅو د هېواد په میدانونو کې د دې ولایت ښه استازیتوب وکړي.