پر خليلزاد د نبيل نيوکې: پنځه ځله اسلام اباد ته لاړ او له (ای اِس ای) سره پر افغان سولې غږيږي 

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، د ملي امنيت پخواني رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل پاکستان د زلمي خليلزاد په پر له پسې سفرونو نيوکې کړې دي. 

نبيل پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې خليلزاد د افغان سولې په اړه پنځه ځلې پاکستان ته سفر کړی؛ د پاکستان له پوځ او استخباراتي ادارې ای اِس ای سره پر افغان سولې خبرې کوي. 

نبيل لېکلي دي چې په دې حساس وخت کې خليلزاد يو سفر هم افغانستان ته ونه کړ او د سولې روان بهير افغانی نه بلکې تپيل شوی او نيباتي سوله ده. 

رحمت الله نبيل دغه ټوېټ د مشهور خبريال طاهر خان د ټوېټ په غبرګون کې کړی دی، طاهر خان په ټوېټر اسلام اباد ته د زلمي خليلزاد د سفر پخلی کړی او له پاکستاني پوځي چارواکو سره یې د نوموړي د لېدنو لېکلي دي.