روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، له انسانانو وروسته د لومړي ځل لپاره يو ځنګلي ژوی په کرونا ويروس ککړ شوی دی. روغتياپالانو د دغه ژوي معاينه کړې او پايله یې مثبت وې ده.
د امريکا متحدو ايالتو د کرنې او ژويو څانګې ويلي دي چې د اوبو سپی يا mink ځنګلي ژوی معاينه یې کړې ده چې په کرونا ويروس ککړ شوی دی. دوی په ځنګلو او د وحشي ژويو په منځ کې د کرونا ويروس د سترې وبا خبرداری ورکړی دی.
د امريکا متحدو ايالتو د کرنې او ژويو څانګې لسګونه نور وحشي ژوي هم معاينه کړې ده خو د کرونا ويروس ټېسټونه یې منفي راغلي دي.
د ژويو نړيوالې سازمان بيا ويلي دي چې تر اوسه داسې سندونه شتون نه لري چې د وحشي ژويو ترمنځ کرونا ويروس خپور شوی دی. ياد سازمان د اوبو سپي يا mink د ککړېدو په اړه څه نه دي ويلي.
وروستي