خلیلزاد او میلر پاکستان ته سفر کړی او هلته یې له پاکستاني پوځيانو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي


روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د افغان سولې په برخه کې امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ میلر پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه او د ای ایس ای مشر جنرال فېض حميد سره ليدلي د افغانستان د سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
یاده لیدنه پرون د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې شوې ده، د پاکستان پوځ چارواکو په خبره، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې امنیت او په ځانګړي توګه د سولې په روانې پروسې خبرې کړي دي.

د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر اوسه ددې سفر په اړه څه نه دي ویلې، خو په خپلو وروستیو ټويټ پیغامونو کې یې څرګنده کړې چې په دوحه کې دواړو ټيمونو د اجنډا مسایلو د ښه ترتیب لپاره شل ورځې دمه اخیستې خو په خبره یې چې جګړه لا هم دوام لري چې دا د اندېښنې وړ ده.

 نوموړي ژر تر ژره په دواړو ډلو د اوربند غږ کړی او زیاتوي چې خبرې باید د بیاځنډ سبب  نه شي.