د پکتیا ولایت د کرنې چارواکي وايي چې روان کال په دې ولایت کې د شاتو تولید نږدې ۹۰۰ ټنه دی

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د پکتیا د څارویو روزنې او روغتیایي چارو آمر محمد کبیر اسلیمي وایي، چې د پکتیا د ولایت په کچه د شاتو مچیو ۴۵۰ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۹۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

د اسلمي په خبره، د پکتیا د شاتو په شاوخوا ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، سپېرکۍ او سنځله دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.

یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري چې دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.