د کرکټ لوبغاړي بابر اعظم راباندې جنسي تېری کړی؛ د حمیزا په نوم پاکستانۍ اوس دا ادعا ثبوت کولی نه شي 

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، مياشت وړاندې د حمېزا په نوم يوې پاکستانۍ جينۍ ادعا کړې وه چې د پاکستان د کرېکټ ملي ټيم کپټان بابر اعظم پرې جنسي تېری کړی او جنسي یې ځورولې ده. 

د حميزا د يادې ادعا په اړه پوليسو پلټنې پيل خو نن سهار پوليسو ويلي دي چې حميزا نوي نه ده توانېدلي چې خپله شوې ادعا ثابته کړي او په اړه یې سندونه وړاندې کړي. 

دغه پاکستانۍ جينۍ دا هم ويلي دي چې دي پر بابر اعظم مېلېونه پاکستانۍ کلدارې خرڅ کړې دي او د نوموړي د پيسو پر نټ بابر اعظم د پاکستانت ملي ټيم ته لار پيدا کړه. 

حميزا دا هم ويلي دي چې پر بابر اعظم له شوي ادعا وروسته د نوموړي ژوند په ګواښ کې دی او يو ځلې ناپېژنده وسله والو د نوموړې د وژنې هڅه هم کړې.