ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د بېلابېلو وسلو په ګډون ۲۶۴ عدده د تفنګچې نیولې

روهي (درې نۍ/ ۲۵  د لیندۍ)، د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو د درې تنو قاچاقبرانو سره په یو کور کې سل میله بېلا بېلې تفنګچې،سلګونه فیره د بېلا بېلو وسلو مرمۍ، نغدې پاکستانۍ کلدارې او افغانۍ تر لاسه کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، چې په تر لاسه شویو مهماتو کې ۲۶۴ عدده د تفنګچو او لس عدده د کلاشینکوف شاژرونه، شپږ عدده د کلاشینکوف کنداغونه، ۶۴ عدده M4شاژورونه، ۸۰ فیره د M4مرمۍ، ۵۶۵۰ فیره د تفنګچې مرمۍ، لس عدده د کلاشینکوف لمبه پټ، پنځه عدده د کلاشینکوف ګازي سلنډرونه، یو عدد د پولیسو لاسي څراغ، دولس عدده د کلاشینکوف سرشانه یي بندونه، ۳۶ عدده د کلاشینکوف قبضې، دوه عدده د کلاشینکوف میکانیزمه سرپوښونه او نور توکې شامل دي.

خوګیاڼی همدا راز زیاتوي، چې له یادو کسانو سره ۲۸۶۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې او ۴۲۵۰۰ افغانۍ هم تر لاسه شوي چې نیول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .