هلمند کې د مالچرونو رغولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، هلمند چې د مالدارۍ له پلوه غني ولایت دی ، په دې وروستیو کې یې طبعي ځنګلونه، مالچرونه او څړځایونه د غصب، تخریب او د طبعي عواملو له امله په پراخه کچه زیانمن شوي دي.

دهلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو مالدارۍ ریاست ريس زلمى الکو وايې  هڅې مو راپیل کړی ترڅو د دې ولایت په کچه د ټولو هغو مالچرونو او څړځایونو ځمکې تثبیت کړو چې د نقشو له مخې له پخوا څخه د مالدارانو د مالونو د څړ لپاره ځانګړې شوي و.

الکو وويل په همدې موخه دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري هلمند کې د مالچرونو د سروې او رغولو په موخه له پلازمېنې پلاوی رارسیدلی دی ترڅو په دې ولایت کې د مالدارانو او کوچیانو د مالونو لپاره هغه سیمې چې له پیړیو پخوا پکې مالونه څروول کېدل سروې او د بیا رغولو چارې یې پیل کړي.

د کابل څخه هلمند راغلي پلاوي وايې  ددې ولایت له بیلابیلو سیمو مو  لیدنۍ کړي  او د راکړل شوي پلان له مخې یې د سروې چارې ادامه لري.

د یادو مالچرونو او څړ ځایونو په رغولو سره به د مالونو لپاره د څړ مناسب چاپیریال ، د اوبو زیرمو ساتنه او په ټوله کې د کوچیانو او مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ نوښت رامنځته شي.

د يادوني وړ ده چې هلمند کې مالداران د سختو ستونزو سره مخ دى او شکايت کوي او وايې هيڅ څوک مو ژوند کولو ته نه پريو دي او وايې ټولو زورواکو د دولت ځمکي غصب کړي او موږ هيڅ ځاى کې په ارامه نه پريږ دي