امريکې خپله تر ټولو پرمختللې جاسوسي الوتکه وازمويله

امريکايي چارواکي خبر ورکوي ، چې دغه هېواد د ګلوبل ابزرور( نړيوال څارونکی) په نامه خپله ډېره پرمختللې جاسوسي بې پيلوټه الوتکه په کاليفورنيا کې په برياليتوب سره وازمويله. دغه خبر يوازې څو ساعته تر هغو وروسته خپور شو ، چې چين له رادار څخه د خپلې پټېدونکې الوتکې د جوړولو خبر ورکړ. د امريکې نوې جاسوسي الوتکه چې بويېنګ 747 هومره لوی وزرونه لري او د 30 ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې، کولی شي په يوه الوتنه کې دومره لويه سيمه لکه ټول افغانستان وڅاري. دغه الوتکه هايدروجني سون توکي کاوروي او کولای شي څو پرله پسې ورځې په هوا کې پاتې شي.