د پوځ په ډزو کې د امان الله په نوم کس له وژل کیدو وروسته د شمالي وزیرستان خلکو په سیمه کې احتجاج پېل کړی

روهي (درې نۍ/ ۲۵  د لیندۍ)، په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پرمهال د یوه کس د وژل کېدو په اړه ددې سیمې خلکو پرلت وهلی او له حکومت د څیړنو غوښتنه کوي.

میر کلام وزیر چې د خیبر پښتونخوا په ملي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی دی وايي، چې دوی د پوځ لخوا وژل شوې کس مړی د میرعلي چوک ته رواړی او دلته یې د حکومت په ضد د خلکو قهرجن لاریون ترسره کړی، چې  د نوموړي په وینا دا د پښتنو خلاف لومړی او وروستۍ د وحشت پېښه نه ده.

میر کلام وزیر وايي، د امان‌الله په نوم دغه کس د یکشنبې په ورځ هغه وخت د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو چې پولیسو په یوه مشکوک وسله‌وال پسې تلاشي کوله.

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې مخکې دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې زیات زیانونه ګاللي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ او هلته د پښتنو حق غوښتونکو تل بیا د پاکستان حکومت د بې ګناه پښتنو په وژنه او بې درکه کیدو تورن کړی.