روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وايي، چې په کنړ ولايت کې د لرګيو د صنعت د توليد يوه شرکت په ٢ ميليون او ٧٠٠زره امريکايي ډالرو پانګونه، په ٢٠ جريبه ځمګه کې د لرګيو دصنعتي توليداتو په برخه کې خپل توليدات زيات کړي دي.
ياده فابريکه چې اوسمهال پکې لرګين لوښي، زينتي توکي، مبل او فرنيچر او داسې نور توکي توليديږي لږ تر لږه ٣٠٠ تنو ته پکې دکار زمينه برابره شوې ده.
د وزارت په وینا، چې ياده فابريکه خپل د اړتيا وړ اومه مواد د کنړ له ځنګلونو ترلاسه کوي او خپل توليدي محصولات په هېواد کې دننه پيري.
د يادولو وړ ده چې د کنړ ولايت ځنګلونه د لرګيو د صنعت د توليدي فابريکو لپاره غوره منبع ګڼل کيږي، خو د راپورونو پر اساس چې هر کال د کونړ په ځنګلونو کې ناقونونه ونې وهل کیږي او بیا ګاوندي هېواد پاکستان ته قاچاق کیږي.
وروستي