ننګرهار کې د ليمو سږني حاصلات نږدې ۶ زره ټنه اټکل شوی

روهي(درې نۍ ۲۵ د لیندۍ) د ننګرهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې تیر کال یې د دې ولایت له باغونو څخه پنځه زره او سل ټنه حاصل تر لاسه کړی و، خو سږکال د دې بڼوڼو حاصلات پنځه زره او نهه سوه ټنه اټکل شوی دی.

د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند او په زیات شمېر شخصي ليمو باغونه هم شتون لري.

د سبحاني په خبره، د ننګرهار خاوره، اوبه او هوا د ليمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده چې کال تر بلې د ليمو بڼونه زياتيږي او حاصلات يې لوړيږي.
سبحاني زیاته کړه:«ننګرهار کې سږکال د لیمو حاصلات به شاوخوا ۶ زره ټنه وی دا شمېره تېر کال ته څو چنده لوړه ده او علت یې دا دی چې مونږ دې برخه کې مسلکي کسان روزلي.»

 کرنیز پوهان وایي چې ننګرهار د مدیتراني اقلیم لرونکی دی او له همدې امله د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.