د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي د دوحې هوکړې په وړاندې دې خنډونه نه جوړیږي بلکې په بشپړه توګه دې عملي شي

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې هوکړې د عملي کولو په لار کې دې خنډونه نه جوړېږي بلکې اوسني خنډونه هم باید له منځه یوړل شي او یاده هوکړه دې په بشپړه توګه عملي کړل شي. 

نوموړي د هغو دوو طالب چارواکو د څرګندونو په اړه چې ویلي یې وو که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي نو دوی به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له سره پیلوي، څه نه دي ویلي خو ټینګار کوي چې باید د دوحې هوکړه عملي شي، ځکه د طالبانو او امریکا په ګټه ده. 

تېره ورځ دوو طالب سرچینو ویلي وو چې بایډن هم باید د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي او که داسې و نه کړي نو دوی به پر بهرنیو سرتېرو خپل بریدونه له سره پيل کړي.

د طالبان د دوحې تړون د عملي کولو په اړه وروستۍ څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې  د طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړې او په قطر کې مرکچي پلاویو د شل ورځو روخصتي اخیستې چې ویل کیږي د سلا مشورو نه وروسته به یادې خبرې بېرته پېل شي.