يوازې 25٪ هالنډيان افغانستان ته دخپلو پوځيانو د ورستنېدو ملاتړ کوي

دهالنډ حکومت تر هغې وروسته چې د روان کال په اوړي کې يې د لومړني لويديځ هېواد په توګه خپل پوځيان له افغانستان څخه وايستل، اوس پرېکړه کړې چې 545 تنه پوځي روزونکي افغانستان ته واستوي. د هغې سروې له مخې چې د هالنډ(داچ نيوز) له خوا ترسره شوې، دهالنډ 70 په سلو کې خلک افغانستان ته د هالنډي پوځيانو د ورستنېدو مخالف دي او يوازې 25 په سلو کې يې ملاتړ کوي. دهالنډ حکومت پرېکړه اوس د پارلمان رايې ته انتظار باسي، چې ښايي د موافقواو مخالفو رايو ترمنځ توپير ډېر لږ وي.