ولسمشر غني د امریکا کانګرس له رئيسې سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې 

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس رئیسې مېرمن نانسي پلوسي او د دغه هیواد د مجلس استازو له یو شمېر غړو سره د افغان سولې پروسې اوربند او په هېواد کې د ښخو حقونو په اړه ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په یاد وډيويي کنفرانس کې دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
 
دې غونډه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، لومړۍ مېرمن رولا غني، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چارو ادارې لوی مشر فضل محمود فضلي هم ګډون درلود.