د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف پوځي جنرلان د هېواد په چارو کې په لاس وهنې تورن کړي

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په لاهور کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران د مخالفو ګوندونو اتحاد غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا پوځي جنرالان د هېواد په سیاسي چارو کې په لاس وهنه تورن کړل.

نواز شریف له لندن څخه د ويډیو وینا له لارې پرون د یکشنبې په شپه د (PDM) غونډې په خپلو خبرو کې وویل چې په هېواد کې د ټولنیز نظم خرابیدو او سیاسي بحران راتلو زیموار د پاکستان هغه پوځي جنرلان دي چې لومړی  وزیر  عمران خان یې واک ته راوستی.

پخوانى لومړي وزير د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتو ادارې مشر فیض حمید باندې د خپل حکومت په ضد د اقداماتو او عمران د واک ته راوستلو تورونه ولګول. 

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د ۱۱ ګوندونو ګډه ډله پي ډي ایم د پاکستان د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه کوي او وايي چې په هېواد کې دې د پوځ له مداخلې پرته د بیا انتخابات ترسره شي.