کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوې دي

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴  د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د شکردرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، غلا، غصب، د نشه يي توکو د پلور، شکونې او د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه درې قبضې تومانچې او یو عراده کرولا ډوله موټر هم ترلاسه شوي دي.