روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو د سږني تولید کچه ۱۵ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د بلخ د کرنیزو چارو آمر ذبیح الله زوبین وایي: «له نېکه مرغه د بلخ دشاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته رسېدلې ده، دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال کچه ۱۲ ټنه وه.
دا شمېره د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»
نوموړی وايي، چې د بلخ د شاتومچیو د روزونکو شمېر ۴۵۶ تنو ته رسیږي او د شاتو مچیو روزنې په برخه کې په درېیو ټولینو کې فعالیت لري.
د هغه په خبره، د بلخ ولایت د شاتو مچیو د صندوقونو شمېر ۱۸۹۷ ته رسیږي.
د چهارکنت، شولګرې، دولت آباد، نهرشاهي، شورتپه، خلم، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالۍ د بلخ ولایت د شاتو اصلي تولیدوونکي سیمې دي.
زوبین همدرانګه ریاتوي: «د شاتو بیې په هغو ګلونو تړلې ده، چې د شاتو مچۍ ترې تغذیه کوي. د بېلګې په توګه د چهارکنت ولسوالۍ د سمسول ګل تولید شوي شات کیلو په زر افغانۍ، د پنبې دګل تولید شوي شات کیلو په ۷۰۰ افغانۍ او د دهدادي ولسوالۍ د شوتلو ګل تولید شوي شات کیلو په ۵۰۰ افغانۍ خرڅیږي.»
د بلخ شات تر ډېره د سیمې په بازارونو، د ښار مارکېټونو او کرنیزو نندارتونونو کې خرڅیږي. د بلخ د کرنې ریاست د شاتو مچیو د وېش ترڅنګ دوی ته تخنیکي سلامشورې ورکوي، د نوي نسل د تولید، د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه روزنیزې برنامې هم په لاره اچوي.
وروستي