غور کې د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

روهي (دوه نۍ/ ۲۴  د لیندۍ)، د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په لسو ولسوالیو کې په ټولیزه توګه د کچالو ۳۲۶زېرمتونونه، د پیازو ۲۰ زېرمتونونه او د مڼو ۲۰ سړې خونې جوړیږي، چې له دې ډلې د کچالو د ۲۰۰ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

 د یاد ریاست په خبره د کچالو او پیازو د پاتو نورو زېرمتونونو رغنیزې چارې هم ۸۵ تر ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي، چې دغه راز په دې ولایت کې د مڼو د ۲۰ سړو خونو رغنیزې چارې هم ۶۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې یې د وزارت په سپارښتنه د پسرلي په فصل کې پیلیږي.

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د غور ولایت په کچه د نویو کرنیزو پروژو په لاره اچول، د سلګونو کاري فرصتونو او د کرنیزو محصولاتو د یوې لویې برخې د زېرمه کولو زمینه برابره کړې ده.