روهي (دوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، دوو لوړ پوړو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي که د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم تر راتلونکې مۍ میاشتې پورې له افغانستان امریکايي ځواکونه ونه باسي نو طالبان به په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.
دغو دوو طالب چارواکو- چې د خپلو نومونو له څرګندونولو یې ډډه کوله- هیله وښوده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر به د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم له افغانستان د امریکايي پوځیانو اېستلو ته دوام ورکړي.
له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دوو لوړ پوړو طالب چارواکو وویل که یو بهرنۍ پوځي هم په افغانستان کې پرېښودل شي نو طالبان به د دوی په وینا د 'اشغالګرو ' ځواکونو پرضد خپل بریدونو له سره پیل کړي.
نېږدې درې اوونۍ وروسته به جوبايډن د امريکايي د نوي ولسمشر په توګه واک په لاس کې واخلي خو تر اوسه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او د افغان سولې بهير برخليک څرګند نه دی چې په خپل ځای به پاتې او که بدلونونه به په کې رامنځ ته شي.
وروستي