روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د خوست فوټبال فدراسیون په وینا، چې د فوټبال د پنځو ولایتونو ترمنځ یادې سیالۍ چې د خوست فوټبال په ملي لوبغالي کې ترسره کیږي، د خوست، پکتیا، میدان وردګو، لغمان او نورستان ولایتي 15 کالنې لوبډلې پکې ګډون لري.
د یادو لوبډلو څخه به د زیاتو امتیازونو اخیستونکې دوه لوبډلې د افغانستان فوټبال 15 کالنو ملي لیګ ته لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن ورځ د یادو سیالیو له پېل سره دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړی لوبه کې خوست 15 کالنو وکولی شول چې میدان وردګو ته د 1 - 0 پۀ پایلې سره ماتې ورکړي.
دوهمه لوبه د پکتیا او لغمان ترمنځ د 1-1 په پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.
وروستي