ټاکل شوې راتلونکي دووشنبه ایالتي استازي جوبایډن د امریکا ۴۶ ولسمشر وټاکي خو ډونالډ ټرمپ وايي انتخابات یې نه دي بایللي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴  د لیندۍ)، د امریکا متحده ایالات  به راتلونکي دوشنبه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ایالتي ټاکونکو  عمومي غونډه ترسره کړيؤ ویل کیږي په پایله کې به یې دغه استازي په نوامبر کې د ترسره شویو ټاکنو پایلو ته په کتو جو بایډن د امریکا شپږ څلوېښتم ولسمشر وټاکي.

له هغه وروسته چې ټاکل شوې د ایالتي ټاکونکو استازي د دیسمبر په څوارلسمه د راتلونکی ولسمشر وټاکي، د دوی دا پریکړه به د امریکا کانګرس  ته ځي او د جنورۍ په ۶مه به له دې فیصلي له تائید وروسته د جنورۍ په ۲۰مله نوی ولسمشر سوګند کوي.

په داسې حال کې چې منتخب  ولسمشر سپينې ماڼۍ ته نږدې شوی، بلخوا ولسمشر ټرمپ لا هم په ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې او په نوموړي تازه په خپله دعوه کې ویلې چې د امریکا د نوامبر میاشتې انتخاب ته یې ګټلې دي.

نوموړي تازه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلې چې دعوه یې لا هم ختمه نه ده، ټرمپ بغیر له کومو شواهدو ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې ټګي او درغلي ورسره شوې ګني پنسلوېنیا، مشیګن، او جورجیا کې یې، د ده په وینا، په لوی توپیر سره انتخابات ګټلي دي.