امنیتي چارواکي: په کندهار کې ۶۵ طالبان وژل شوې دي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لنیدۍ)، د افغانستان دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت په "ژیړۍ"، "ارغنداب"، "پنجوايي" او "شاه ولیکوټ" ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.
 
چې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۶۵ تنه وسله طالبان وژل شوې دي.
خبر پاڼه همدا راز زیاتوي، چې له جګړې وروسته ۱ راکټ له یو اندازه مهماتو سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.