د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي نن کابل ته راستنیږي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، چې د حکومت او په هېواد کې د سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو په موخه ترڅو خبرې لا ګړندۍ مخکې لاړې شي.

د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې له نږدې تېرو دریو میاشتو په دوحه کې روانې دي، چې اونۍ وړاندې دواړو ډلو پر کړنلارې هوکړه وکړه.

د افغان دولت مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي پرون کابل ته د دولت مرکچي پلاوي راتګ په اړه وویل:"په دې موده کې چې پر اجنډا بحث شوی، هغه اساسي موضوعات دي چې د دولت له رهبرۍ او سیاسي قشر سره سلا مشورو ته اړتیا لري. ځکه نو هیئت د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د مشورو ترلاسه کولو، د ګډ نظر د ایجاد، دغه‌راز د ټولو اړخونو د ګډ نظر اخیستو لپاره کابل ته ځي او د سولې پاتې پروسه به د مشرانو د لیدلوري او مشورو په رڼا کې په وړ سرعت سره مخ ته یوسو."
 
مېرمن سرابي وايي زیات تمرکز پر دې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او پر اوربند هوکړه وشي.
د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ویلي چې تر درېیو اوونیو وروسته به خپلې مذاکرې بېرته پیل کړي.