کرېشنا: په افغانستان کې حالات ډېر د اندېښنې وړ دي

 
د هند د بهرنيوچارو وزير چې د دوه ورځو لپاره افغانستان ته راغلی و، خبريالانو ته وويل، چې په افغانستان کې حالات د اندېښنې وړ دي. ده وويل، چې طالبان د يو شمېر نورو افراطي ډلو لکه لشکر طيبه لپاره د يوه چتر بڼه غوره کړې او د انتقال په دوره کې د پاکستان لاس ورځ په ورځ په افغانستان کې اوږديږي. ده وويل، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د هند سرخوږی نور هم زيات شي.