د سهار ۶:۳۰ بجو ۵۱ مه ناسته او په کې شوې پرېکړې 

روهي (دوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د کابل ولايت د امنيتي چارو او په لويه کې د امنيتي ميثاق پر له پسې ۵۱ ناسته تر سره شوه. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د دغه ناستې په راپور کې لېکلي دي چې تېره ورځ کابل کې ۵ د موټرونو د غلا پېښې ثبت شوې دي او همدا ډول پوليسو يو شمېر غلا شوې موټر بېرته تر لاسه کړې دي. 

۵۱ ناسته کې پرېکړه شوې ده چې هغه موټر به ونېول شي چې شاته نمبر پلېټ نه لګوي. پوليسو ته امر شوی دی چې دغه ډول موټرې ونېسي او د سيارو ګزمو لپاره ترې ګټه واخلي. 

د رحمان بابا لېسې په اړه ويل شوي دي چې شااوخوا برخه یې بايد پاکه وساتل شي او که چېرې د‌يادې لېسې آمر په دې اړه اجرات ونه کړل، نو د شپږ نيمو بجو ټيم له خوا به اجرات وشي چې د لېسې مدير لپاره به شرم وي. 

د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست ته امر شوی دی، چې د کيو نېټ په نوم شرکت چې په درغلۍ د خلکو پیسې اخلي تر څار لاندې ونېسي او مالومات یې شريک کړي. 

د کابل د امنيتي چارو په دغه ناسته کې هغه موټرونو خاوندانو  ته چې بايد مالیې ورکړې او د ثبت سندونه واخلي يو ځل بيا د وخت د ‌پای خبرداری ورکړل شوی دی او ورته ويل شوي دي چې که چېرې وخت ورته وغځول شي، ماليه به ترې ډېره اخېستل کيږي. 

د ريشخورو په سيمه کې د حامد سطلاني په نوم د‌ يو کس نوم اخېستل شوی دی او ويل شوي‌ دي چې نوموړي ځمکې غصب کړې او تر شا یې نور زورواکي ولاړ دي. صالح لېکلي دي چې راتلونکې کې به د نوموړي د تر شا کسانو نومونه هم بربنډ شي.