د نړۍ له هېوادونو سره بلدشئ؛ سويلي کوريا 

نېږدې لس زره کاله وړاندې انسانان د کوريا ټاپو وزمې کې اوسېدلي وو. هغه وخت چې شمالي او سويلي کورياګانې سره وېشل شوې نه وې، ۴ زره کاله وړاندې هلته د لومړنيو حکومتونو بڼې تېرې شوې دي. د کوريا ټاپو وزمه په ۱۹۴۸ز کال کې د جاپان له استعمار وروسته سره ووېشل شوه، چې په پايله کې شمالي او سويلي کورياګانې رامنځ ته شوې. که څه هم په عام ډول د کوريا ټاپو وزمې سويلي برخه ځانته هېواد او سويلي کوريا ورته وايي او همدا ډول د دغه ټاپو وزمې شمالي برخې ته د شمالي کوريا هېواد وايي، خو دواړه هېوادونه په رسمي ډول د شمالي او سويلي کلمې نه کاروي او د کوريا د ټولې ټاپو وزمې د حکومت ادعاوې لري. د سويلي کوريا رسمي نوم د کوريا جمهوريت دی، نه دې سويلي کوريا جمهوريت. 

 حکومت او سياست یې: 
۱۹۴۸ز کال کې سويلي او شمالي کورياګانې سره جلا او سويلي کوريا د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت وپېژندل شوه. سینګمن ري (Syngman Rhee) د سويلي کوريا بنسټګر او لومړنی ولسمشر وو. سويلي کوريا جمهوري دولت دی، چې د ولسمشر ترڅنګ لومړی وزير هم لري. سويلي کوريا کې د حکومت او دولت مشري ولسمشر کوي، لومړی وزير له ولسمشر را وروسته چارې سمبالوي. د سويلي کوريا پارلمان د يوې جرګې لرونکی او ۳۰۰ غړي لري. سويلي کوريا ګڼيز ګونديز سېسټم لري؛ ولسمشر او پارلمان یې د پنځو کالونو لپاره د خلکو په پټو او مستقيمو رايو ټاکل کيږي. 

پراخوالی او وګړي یې: 
سويلي کوريا له شمالي کوريا سره پوله لري نورې ټولې خواوې یې اوبو نېولي دي. دغه هېواد نېږدې يو لک کيلو متره مربع پراخوالی لري چې د نړۍ ۱۰۷ تر ټولو ستر هېواد حساب شوی دی. د سويلي کوريا پراخوالی له شمالي کوريا کم دی. سويلي کوريا ۵۱ مېلېونه وګړي لري چې په نړیواله درجه بندۍ کې ۲۷ ګڼ وګړیز هېواد حساب شوی او د خپل ګاونډ په پرتله یې وګړي دوه برابره دي. د سويلي کوريا اکثريت يا ۵۶ سلنه وګړي په هېڅ دين باور نه لري، ۱۵ سلنه په کې عيسويان، ورپسې بوديان دي او ملسلمان په کې نشته. 

د کوريا پوځي او اقتصادي ځواک: 
 د نړۍ په کچه سويلي کوريا لسم ترټولو غښتلی اقتصادي ‌هېواد دی. سويلي کوريا نړۍ کې د ژر اقتصادي ودې هېواد رېکارډ خپل کړی دی. يو غريب او کرنيز هېواد او د يو نسل په موده کې د نړۍ په ستر صنعيتي هېواد بدلېدل، د سويلي کوريا جوړ شوی رېکارډ دی. سويلي کوريا له جاپان، چين، امريکا متحدو ايالتو، سعودي عربستان او المان سره د راکړې - ورکړې اړيکې لري.

 د سويلي کوريا پوځ ۶۰۰ زره دی، په داسې حال کې چې د شمالي کوريا پوځ يو مېلېون او دوه سوه زرو ته رسيږي. د سويلي کوريا پوځ د نړۍ اووم غښتلی پوځ حساب شوی دی.  د شمالي کوريا پوځ د سويلي کوريا دوه برابره زياته دی؛ خو سويلي کوريا پر خپل پوځ د کال ۴۵ مېلېارده او بيا شمالي‌کوريا يوازې يو مېلېارد او شپږ سوه مېلېونه امريکايي ډالر مصرفوي. 

د سويلي کوريا په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- که هلته لاړ شئ يو کال مو عمر زياتيږي. د سويلي کوريا قانون داسې دی چې کله د يو چا عمر حسابوي نو د مور په نس کې د ماشوم نهه مياشتې هم يو کال عمر حسابيږي. يانې که چېرې يو کس يو کاله وړاندې زږېدلی وي، نوی  عمر یې دوه کلن حسابوي او دلايل یې دا دی چې نهه مياشتې د مور په نس کې تېرې کړې دي. 

۲- سويلي کوريا کې دا کلتور دی چې د مړو نومونه په سور رنګ لېکل کيږي او که چېرې د کوم ژوندي کس نوم په سور رنګ ولېکل شي دا مانا ورکوي، ژر به ومري. 

۳- که چېرې د سويلي کوريا رسټورانټونو ته ورشئ، نو د سپي غوښه په کې يو عام او مهم خوراک دی چې په مينوګانو کې به حتمن وي. 
۴- د ساسمونګ مشهور د ټېکنالوژۍ شرکت سويلي کوريا کې دی. 
۵- د سويلي‌کوريا نېږدې ۶۰ سلنه خاوره ځنګلونو پوښلې ده.