ننګرهار او لغمان کې چادونې او هاوان مرمۍ ۷ ولسي کسان وژلي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ ددې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یو سراچه موټر پسې د سړک غاړې ماین چادونې ۴ ولسي وګړي وژلې دي.

د چارواکو په وینا، چې چاودنه د خوګیاڼیو ولسوالۍ پر زاوې سیمه کې شوې ده.

اخوا پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کې د هاوان لګېدو له امله دوه نارینه او یوه نجلۍ وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې پېښه په سیمه کې  د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال شوې ده،  چې د طالبانو یوه هاوان مرمۍ د عامو خلکو پر استوګنیزو سیمو لیږیدلې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د نوموړي په خبره، چې په پېښه کې  د نارینه و په ګډون ښځې او ماشومان شامل دي چې د لغمان ولایتي روغتون کې  تر درملنې لاندې دي..
بلخوا ددې پېښې په اړه تر اوسه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلې.