سکات میلر وايي ویره لري چې طالبان به د سولې روان فرصت له لاسه ورکړي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴  د لیندۍ)، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ میلر وایي، چې که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، ویره لري چې دا ډله به د سولې روانو خبرو اترو ترلاسه شوی فرصت له لاسه ورکړي.

د نوموړي په خبره، چې د سولې په برخه کې ۲۰ کاله وروسته ترلاسه شوي دا فرصت به د تاوتریخوالي له دوام سره اسان له لاسه ووځي. 
نوموړی همدا راز زیاتوي، چې امریکا به د افغانستان شرایطو ته په کتو خپل سرتیري له دغه هېواد څخه وباسي.

میلر تازه څو ورځې وړاندې په په خپلو څرګندونو کې ویلې و، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته راکموي.