حامد کرزی: ګومان نه کوي چې د سولې خبرو دوام ته دې په هېواد دننه شرایط برابر وي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه په خپله یوه مرکه کې د افغان حکومت هغې غوښتنې ته په اشارې چې له طالبانو یې په کور د ننه د خبرو پرمخ وړلو لپاره کړې ویلې، چې ګومان نه کوي ترڅو شرایط  دې دیته اماده وي.
 
د نوموړي په خبره چې دا به بهتره واي چې خبرې په کور دننه مخکې وړل شوې واي خو زیاتوي، چې د افغان سولې پروسه کې  د افغانانو ترڅنګ د امریکا په ګډون د ګڼو هېوادونو دیپلوماتان ښکېل دي او دا چاره په افغانستان کې دا پروسه ټکنی کولی شي.

کرزي یو ځل بیا په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده اوپه دواړو لوریو یې غږ کړی چې جګړې دې پای ته ورسوي. 
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، پر وړاندې یې افغان حکومت هم جګړې شدیدې کړې دي، هوايي بریدونه کوي او په دې بریدونو کې ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. 

دده په خبره، چې دواړو لورو ته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند ته سره ورسېږي.