ایران وايي چې ژر به له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي

روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان ته له سفر وروسته اوس ایران وايي، چې ژر به له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي وايي، چې ایران او افغانستان ګډې پياوړې اړیکې لري او د همدې لپاره ترڅو دواړه هېوادونه په دې برخه کې نږدې همکار پاتې شي ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک او نهايي شي.

نوموړي ویلې، چې ددې تړون په لاسلیک سره به د دواړو هې،ادونو هغه اندېښنې ختم شي چې له یو او بل یې لري، عراقچي یو ځل بیا ویلې چې تهران  له کابل سره ښې اړیکې غواړي او دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي