له ۹۱ نوي کوډه د ۳۰ مېلېونه افغانيو په اړه د وحيد عمر سپيناوی 

روهي (دوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، د ولسمشر د عامه اړیکو ادارې رییس وحید عمر د رسنيو د هغه راپور په اړه چې د عامې اړيکو ادارې تېر کال ۳۰ مېلېونه افغانۍ خرڅ کړې دي، ويلي دي چې يادې پيسې د عامه اړيکو ادارې، اداري مصرف وو. 

نوموړي د ورځې اطلاعاتو يا اطلاعاتو روز د نشر شوي شمېرو پر بنسټ ويلي دي چې د عامه اړيکو اداره تېر کال جوړه، د ۱۳۹۸ کال په بودېجه کې نه وه شامله او ۳۰ مېلېونه افغانۍ یې د کارمندانو د معاشونو او دفتري چارو خرڅ شوی. 

نوموړي زياته کړې، "همدا همکاران مې چې په دغې اداره کې کار کوي - د شپې او ورځې - د اطلاع رسونې او د دې لپاره چې د کار خبر د افغانستان خلکو ته ورسېږي، د افغانستان د خلکو غږ ولسمشر ته ورسېږي، د رسنیو کار اسانه شي او په زرګونه کارونه نور چې د شپې او ورځې یې کوي. ولسمشر هغوی ته معاش ورکړی، له ۹۱ کوډه یې ورکړی، له ۹۲ کوډه یې ورکړی له ۹۳ کوډه یې ورکړي دي، پښېمانه نه یوو."

وحيد عمر ويلي دي چې کومې پیسې په غېر قانوني ډول سره نه دي مصرف شوي او هغه څوک چې دا کار فساد او حیف میل بولي؛ د دې ادارې له کارکوونکو سره جفا کوي.