د باراک اوباما د امريکايي تابعيت د څېړنې غوښتنه رد شوه

 
د امريکې سترې محکمې د يوې امريکايي وکيلې دا غوښتنه چې د باراک اوباما د امريکايي تابعيت اسناد دې وڅېړل شي ، رد کړه. مېرمن (اولي تيتز) همداراز غوښتنه کړی وه، چې د عراق جګړې ته دنه تګ له امله د هغې د يوه موکل دوه لکه ډالره جريمه دې هم لغو شي. نوموړي سرتېري د عراق جبهې ته له تګ څخه په دې دليل ډډه کړې وه چې د ده په اند باراک اوباما بشپړ امريکايي نه دی او له همدې امله يې امر د ده لپاره د تعميل وړ نه دی. د امريکې د اساسي قانون له مخې يوازې هغه کسان چې په امريکا کې زېږېدلي دي، کولای شي د امريکې ولسمشر شي. پر باراک اوباما داسې شک دی چی ښايي دی په هايتي کې زېړېدلی وي.