پۀ خوست کې د جنوب ختیځ زون ولایتي سیالۍ د خوست اتلانو کلب په اتلوالۍ پای ته ورسیدې

روهي (یوه نۍ/۲۳ د لیندۍ)، یادې سیالیو چې یوه اوونۍ مخکې د جنوب ختیځ زون پۀ کچه د شپږو ولایتونو ننګرهار، خوست، لغمان، نورستان، میدان وردګ او پکتیا ترمنځ د قهرمانی جام پۀ نوم د خوست پۀ ملی لوبغالي کې پیل شوې وې، نن پای ته ورسیدې.


د یادو سیالیو اتله لوبډله د خوست کلوب اتلانو لوبډله او نایب اتله لوبډلع د لغمان لوبډله شوه.
چې په دې سره دغو دوه لوبډلو د هېواد ملي لیګ تۀ لاره پیدا کړه، چې دوی بۀ د افغانستان پۀ ملي لیګ کې د هیواد د نورو زونونو د اتلو لوبډلو سره لوبې وکړي، چې هلته بۀ تر 2022 کال پورې پاتې کیږي.

چې دغه لیګ بۀ ډېر ژر پۀ کابل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا پیل شي.

د جتوب ختیځ زون یادو سیالیو غوره لوبغاړی واحدالله جویا شو چې د پکتیا لوبډلې لوبغاړی دی.
او همدا ډؤل د زیاتو ګول وهنو جایزه د خوست کلوب اتلانو کلب لوبغاړي فریدالله اشنا او د بهترین ګول ساتونکي جایزه د خوست کلوب کلب ګول ساتونکي عزت الله ته ورکړل شوه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201213_183450_713.sdoc-->