روهي (يوه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د ولسمشر دويم مرستيال سرر دانش نن ورځ کابل کې د افغانستان اغېزمن شوي لږکي او د سولې بهير تر نوم جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وينا کړې. سرور دانش د خپلې وينا ډېره برخه افغانستان کې د لږکيو حقوقو ته ځانګړې کړې وه.
نوموړي په دې ټېنګار کړی دی چې افغانستان کې لسګونه قومونه اوسيږي او هر هغه قوک چې په دې هېواد کې اوسي بايد په درنښت ورته وکتل شي او حقوق یې ورکړل شي.
د ولسمشر دويم مرستيال ويلي دي چې د افغانستان اساسي قانون او نړيوالو اعلامیو کې د لږکيو د حقوق ويل شوي دي او بايد چې پرته له تعبيض پلي شي.
نوموړي افغانستان کې د هزاره قوم په اړه ويلي دي چې پخوا هزار والی د جرم په ډول وو خو د ملي وحدت شهيد استاد عبدالعلي مزاري له وړاندې ويلي وو چې هزاره والی بايد جرم ونه شمېرل شي او دا مانا ورکوي، چې د افغانستان ټول قومونه له حقوقو برخمن وسي.
نوموړي د بشري حقونو په اړه ويلي دي چې کله بشري حقوق منو نو بيا یې بايد ټول اړخونه ومنو او ترمنځ یې توپير ونه شي؛ دا سمه نه ده چې بشري حقونو کې رايه ورکول، د بيان ازادي او نور وپېژندل او پلي شي خو بيا د لږکيو او ښځو حقوق تر پښو لاندې شي.
سرور دانش ويلي دي چې بشري حقوق په دې مانا چې د قوم، ژبې، دين، مذهب، سيمې، اکثريت او اقليت پر بنسټ په کې توپير ونه شي او ټولو ته په یوې سترګې وکتل شي.
دغه ناسته کې بيا د بشري حقوقو په برخه کې د دولت وزیرې سيما سمر ويلي چې افغانستان کې ټول قومونه لږکي دي او هېڅ قوم بايد د اکثريت دعوه ونه کړي.
وروستي