سيما سمر: هېڅ قوم افغانستان کې اکثريت نه دی؛ د افغانستان ټول قومونه اقليت دي 

روهي (يوه نۍ/۲۳ د لېندۍ)، د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزيرې سيما سمر نن ورځ کابل کې په یوې رسنيزې ناستې کې ويلي‌ دي چې افغانستان کې هېڅ قوم اکثريت نه دی او نه بايد څوګ د اکثريت دعوه ولري.   

سيما سمر نن ورځ کابل کې د افغانستان اغېزمن شوي لږکيو او سولې بهير تر نوم لاندې په يو کنفرانس کې دا څرګندونې کړې دي. 

نوموړې زياته کړې، "افغانستان د لږکيو هېواد دی، ښايي يو قوم له بل ډېر ووسي خو هېڅ قوم اکثريت نه دی او نه بايد کوم قوم او يا کس د بشپړ اکثريت دعوه ولري."

د يادونې ده چې افغانستان کې د تېرو سرشمېرونو پر بنسټ پښتانه له ۵۱ پورته او اکثريت حساب شوي دي؛ په وروستيو کې بشپړه سرشمېرنه نه ده شوې او د ۱۳۸۳ل کال سرشمېرنه د ناامنيو له امله نيمګړې بلل کيږي.