بشپړ نوم یې شاه كريم الحسيني دی خو په کريم آغا خان مشهور دی. دی د اسماعيلي يا نزاریه شيعه ګانو څلورم امام دی. کريم آغا خان په ۱۹۳۶ز کال د ډسمبر مياشتې په ۱۳ مه نېټه د سويس په جينوا کې زږېدلی دی. کريم اغان خان درې وادونه کړې او بچيان لري. کريم آغان خان اوس مهال د انګلستان تابيعت لري. د نوموړي مذهبي پيروان ۱۵ مېلېونو ته رسيږي او د شيعه مذهب ۱۰ سلنه جوړوي.
شخصي پانګه یې ۱۳ مېلېارده امريکايي ډالرو ته رسيږي، چې د نړۍ ۱۵ ترټولو شتمن کس حساب شوی. نوموړی دوه شخصي الوتکې، لسګونه آسونه او نوره شتمني لري. کريم آغا خان د آغا خان بنسټ مشري هم کوي، چې د ښوونې روزنې او نورو برخو کې مرستې کوي. د کريم آغا خان ايډيالوژيدي پر يو نړيوال دين او د غربت له منځه وړلو ولاړه ده. د نوموړي بنسټ افغانستان کې هم يو شمېر پروژې لري او همدا ډول یې د نړيوالو مرستو په لړۍ کې افغانستان سره مرستې کړې دي.
نومړی د يو نړيوال سوداګر، مذهبي مشر او سياسي څېرې ترڅنګ لوبغاړی هم د چې د يخ لوبې يا سکي برخه کې یې په نړيوالو لوبو کې ګدون کړی دی.
وروستي